Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

مصطفوي: په بدخشان کې د وحشي ژویو د ورکېدو مخه نیول شوې

0
په بدخشان کې د وحشي ژويو د ساتنې موسسې مسؤلین وايي، په واخان کې د نادرو ژويو د نسل د ورکېدو مخنيوى شوى دى.


د دې ادارې يوه مسؤل سيد نقيب الله مصطفوي ازادي راډيو ته وويل:


"زموږ د فعاليتونو په پيل کې په واخان کې ځينې ژوي د ورکېدو له خطر سره مخامخ وو، لکه واورين پړانګان، مارکوپولو هوسۍ او يوريال هوسۍ، نصواري اېږ، ځينې مارغان لکه حسيني او هندي قازان؛ خو د دوى وضعيت اوس ښه دى، د نسل د ورکېدو مخنيوى يې شوى دى."


په ٢٠١٦مېلادي کال کې په بدخشان کې د نادرو ژويو د نسل د کمېدو خبر ورکړل شوى و.


ښاغلى مصطفوي وايي، اوس په بدخشان کې د نادرو ژويو د نسل د ورکېدو خطر ځکه کم شوى چې د دغو ژويو د ښکار د مخنيوي قانون عملي شوى.


د مصطفوي په خبره خلک هم د چاپېريال په ساتنه پوه شوي او د ځنګلونو د وهل کېدو مخه هم نيول شوې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса