Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

نامعلومو وسله‌والو د کندهار دیني عالم مولوي عبدالحق خطیب وواژه

0
نا معلومو وسله‌والو د کندهار پر مشهور دیني عالم مولوي عبدالحق خطیب ډزې کړي او هغه‌يې وژلی دی.


د کندهار د والي ویاند محمد داود احمدي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چي د  موی مبارک د جامع جومات امام مولوي عبدالحق خطیب نن ماسپښین تر جماعت وروسته د ښار په سرپوښ بازار کې د خپل کور مخې ته د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا په ډزو ویشتل شوی او وژل شوی دی.


د احمدي په وینا، حمله کوونکي له سیمې تښتېدلي او پولیس‌یې د نیولو په لټه کې دي.


مولوي عبدالحق خطیب له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د کندهار د  موی مبارک د جامع جومات امام و.


نوموړی د کندهار له روشن فکره دیني عالمانو څخه و چې ډېر وخت به‌يې په دولتي غونډو کې چارواکو ته د ولس ستونزې بیانولې.


تر اوسه د دې حملې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса