Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

د کندهار له سرپوزې زندان څخه ۱۰۵ تنه زندانيان خوشې شول

0
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر اساس د کندهار له سرپوزې زندان څخه نن ۱۰۵ تنه زندانيان خوشې شول.


چارواکي وایي، له زندانه ازاد شوي بنديان ۱۰۵ تنه دي چې پنځه په‌کې کوچنيان دي او ټول په جنایي جرمونو کې د لاس لرلو له امله زنداني شوي وو.


د کندهار د استېناف څارنوالۍ رئیس عبدالرحمن کوهشان د دوشنبې په ورځ د سرپوزې په زندان کې خبريالانو ته وویل، د خوشې شویو زندانيانو تر څنګ د ۴۴ نورو بنديانو د بند په موده کې هم د ثور د اتمې په مناسبت د ولسمشر د يو ځانګړي فرمان له مخې، کموالی راغلی دی.


د کندهار والي او يو شمېر نورو چارواکو د زندانيانو د خوشې کېدو په مراسمو کې له ازادو شویو زندانيانو وغوښتل چې نور د ټولنې د پرمختګ لپاره لاس په کار شي او د قانون ماتونې څخه ډډه وکړي.


د کندهار د سرپوزې زندان د جنوب په کچه له لويو زندانونو څخه شمېرل کېږي چې دا مهال د مېرمنو په ګډون، سلګونه جنایي او سياسي بنديان په‌کې ساتل کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса