Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

امریکا په کابل کې د دیني عالمانو پر غونډه حمله غندلې

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د دیني عالمانو پر پرونۍ غونډه انتحاري حمله غندلې ده.


د دې وزارت په خبرپاڼه کې چې پرون د جون په ۴مه خپره شوه، ویل شوي چې پر ملکي وګړو او هغو دیني عالمانو چې په افغانستان سولې ته کار کوي، حملې د ترورېستانو غیر بشري اړخ او له اسلامي اصولو سره چې هغوی يې د دفاع ادعا کوي، د هغوی د عمل تناقص څرګندوي.


امریکا ویلي چې د افغانستان له حکومت او امنیتي ځواکونو سره ولاړه ده او په دې هېواد کې د ډموکراسۍ، سولې او ثبات د تأمین لپاره د دیني عالمانو د هرې هڅې ملاتړ کوي.


په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت هم د دیني عالمانو د فتوا ملاتړ کړی او د ملګرو ملتونو سازمان په ورته غبرګون کې ویلي چې داسې حملې باید د افغانانو د سوله‌یيزې راتلونکې لپاره هڅې متأثره نه‌کړي. 


په کابل کې پرون د دیني عالمانو غونډې ته نږدې، په چاودنه کې د دیني عالمانو په ګډون څو تنه ووژل او زخمیان شول.


د حملې مسئولیت د داعش وسله‌والو اخیستی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса