Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

ولادیمیر پوتین د چین پلازمېنې پیکنګ ته ورسېد

0
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له چینایي مشرانو سره د خبرو او د شانګهای د همکارۍ د سازمان په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د چین پلازمېنې پیکنګ ته ورسېد.


ټاکل شوې چې پوتین به نن له خپل چینایي سیال ولسمشر شي جین پینګ سره وګوري او په ډوه اړخیزو اړیکو او سیمه‎ییزو او نړیوالو مسایلو به خبره وکړي.


پوتین به همدا شان د چین له صدراعظم لي قیکیانګ سره هم خبرې وکړي.


د قزاقستان او قرغزستان ولسمشران له مخکې د چهارشنبې په ورځ چین ته رسیدلي دي.


چینایي چارواکو ویلي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني به مخکې له‎دې چې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په سرمشرېزه کې چې په قیګداو کې د جون په نهمه او لسمه جوړېږي، ګډون وکړي نن له پیکنګه کتنه وکړي.


چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د دې سازمان بنسټ ايښودونکي غړي دي او هند او پاکستان یې غړیتوب په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ترلاسه کړ.


ایران چې اوس یې څارونکی غړی دی هم د دې سازمان بشپړغړیتوب ته لیوالتیا ښودلې.


افغانستان هم د دې سیمه‎ییزې همکارۍ د سازمان څارونکی غړی دی او ټاکل شوې چې په سرمشریزه کې یې افغان ولسمشراشرف غني هم ګډون وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса