Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

نیکلسن: پر طالبانو د حملو بندول به پر داعش حملې سختې کړي

0
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لوړ پوړی قوماندان وایي، پر وسله‎والو طالبانو د افغانستان د حکومت د حملو بندول به د دوی ځواکونو ته د دې ښه امکانات برابر کړي چې په‎دې هېواد کې د اسلامي دولت پر ډلې یا داعش حملې سختې کړي.


په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن دغه څرګندونې نن جمعه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو په مقر کې خبريالانو ته وکړي.


نیکلسن وویل، دی اټکل نه‎کوي چې وسله‎وال طالبان به د افغان ولسمشر اشرف غني د تېرې ورځې اوربند ومني کنه؟ خو د هغه په وینا دغه اوربند د هغو نورو پوځي عملیاتو مخه نه نیسي چې امریکایي ځواکونه یې د دې هېواد په ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې مخ ته وړي. ولسمشرغني د روژې د میاشتې له ۲۷ نه د اختر تر پنځمې پورې موقت اوربند اعلان کړی دی.


جنرال نیکلسن زیاته کړه چې دغه عملیات اوس په ننګرهار کې سخت شوي او لا به پیاوړي شي.


په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان د ناټو او په دې هېواد کې د ناټو په ماموریت کې د شاملو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته تللی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса