Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

له بریتانیا د افغان تولیداتو په اړه د عبدالله عبدالله غوښتنه

0
د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس له بریتانیا وغوښتل چې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د تولیداتو په رسېدو کې مرسته وکړي.


عبدالله عبدالله له بریتانیا څخه د درې ورځنۍ کتنې په ترڅ کې د بریتانیا د نړیوالو پرمختیایي چارو له وزیرې پیني لوپ ماري سره وکتل.


د اجرائیه ریاست له‎خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ښاغلي عبدالله دغه راز له مېرمن ماري غوښتي چې له هېواده یې تمه کوي چې د افغانستان په اړه په نړیواله اقتصادي غونډه کې چې روان میلادي کال په نوومبر میاشت کې د سویس په جینوا کې جوړېږي فعاله ونډه واخلي.


د خبرپاڼې له مخې میرمن ماري هم ژمنه وکړه چې وزارت به یې په دې او د افغانستان د حکومت د نورو لومړیتوبو په برخو کې خپلې مرستې ونه وسپموي.


ښاغلي عبدالله په‎دې سفر کې د بریتانیا د ولیعهد شهزاده او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره کتنې ترسره کړي او له صدراعظمې ټرزا مې سره به هم وګوري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса