Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

مؤحد: تېره اوونۍ تر ۱۰ زیات قاچاق کوونکي په بند محکوم شوي

0
په تېره یوه اوونۍ کې تر لسو زیات قاچاق کوونکي له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له‎خوا په بند محکوم شوي دي.


له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ۱۴ کسان چې د نشه‎يي موادو د قاچاقو په ۱۴ قضیو کې نیول شوي، د ابتدائیه او استیناف محکمو له‎خوا له ۶ میاشتو څخه نيولی تر ۲۰ کالو پورې پر بند محکوم شول.


ښاغلی مؤحد وايي، په تېره اوونۍ کې ۳۳ کسان چې د افغان ځواکونو له‎خوا په ۲۲عملیاتو کې نیول شوي، له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د نورو څېړنو لپاره لېږل شوي دي.


دی وايي:


"نهه کسان د هیروئینو د قاچاقو په بېلابېلو قضیو کې نيول شوي چې غوښتل‎یې د حامد کرزي له هړیوال هويي ډګره هیروئین قاچاق کړي، دوی د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي. دې کسانو په خپلو خېټو او سفري بکسونو کې نشه‎يي مواد ځای پر ځای کړي او غوښتل‎یې چې هند ته یې قاچاق کړي. "


له‎دې کسانو سره ۳۹ کیلو ګرامه هیروئین، ۲۵۴۰ کیلو ګرامه مورفین، ۵۶۹۰ کیلو ګرامه تریاک، ۵۴ ګرامه شیشه یا کرسټال او ۵۲۵۸ ټابلیټ «K» ګولۍ هم نیول شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса