Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

ټرمپ وايي د«G7» هېوادونو وروستۍ ګډه اعلامیه نه تائیدوي

0
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د اوو مخکښو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې وروستۍ ګډه اعلامیه نه تائیدوي.


ولسمشر ټرمپ مخکې له دې چې د کاناډا په کوبیک کې له دې سرمشریزې د سینګاپور پر لوري روان شي، دغه اعلامیه تائید کړې وه.


د ټرمپ دغه دریځ د متحدو ایالتونو او د هغه د متحدینو ترمنځ د اختلافاتو څرګندونه کوي.


ډونالد ټرمپ نن په ټویټر کې ولیکل چې دی د اوو صنعتي هېوادونو خپره شوې ګډه اعلامیه نه تائیدوي ځکه هغه د کاناډا د صدراعظم جستين ترودو له خوا چې د دې سرمشریزې کوربه و، پر ناسمو څرګندونو ولاړه ده.


د کاناډا صدراعظم ویلي وو چې دغه اعلامیه د جي اوه د ډلې ټولو مشرانو تائید کړې ده.


په اعلامیه کې د سوداګرۍ په چاروکې د همکارۍ پر اړتیا او د روسیې په وړاندې پر سخت دریځ ټینګار شوی او دا مهمه بلل شوې چې د ایران د اټمي پروګرام مخه باید ونیول شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса