Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

پاکستان د ۸ ماشومانو قاتل او جنسي تېری کوونکی په اعدام محکوم کړ

0
د پاکستان سترې محکمې هغه کس ته د اعدام سزا واوروله چې د يوې اووه کلنې نجلۍ په ګډون‌يې اته کوچنیان تر جنسي تېري وروسته وژلي وو.


مجرم محمد عمران په فبرورۍ مياشت کې د محکمې له‌خوا په اعدام محکوم شو، خو ده د دغه حکم پر ضد مراجعه وکړه.


دی اوس هم حق لري له ولسمشر ممنون حسین څخه وغواړي چې ده ته د مرګ له سزا بخښنه وکړي.


عمران په جنورۍ مياشت کې وروسته له هغه ونيول شو چې پر یوې اووه کلنې نجلۍ زينب انصاري یې جنسي تېری کړی، هغه‌یې وژلې او وروسته‌یې د هغې مړی پر کثافاتو غورځولی وو.


دا پېښه د پاکستان د پنجاب ايالت په قصور ښار کې شوې وه.


د ده له نيول کېدو وروسته د وژنو اووه نورې قضيې هم راپورته شوې او پاکستانيانو یې په عام محضر کې د ده د اعدام غوښتنه وکړه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса