Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

ننګرهار: په جلال‌اباد کې چاودنې یو هلک وژلی او ۷یې ټپیان کړي

0
د ننګرهار چارواکي وایي، په جلال‌اباد ښار کې د یوه ماین د چاودنې له کبله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، دا چاودنه نن سهار شااوخوا ۶ بجې د دوهمې ناحیې د اهنګرانو په سیمه کې شوې ده چې په وینا یې په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي.


ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي:


"د دې چاودنې په نتیجه کې یو ۱۰ کلن هلک وژل شوی او ۷ نور ملکي وګړي ټپیان دي چې په ټپیانو کې هم څلور ماشومان شامل دي. د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی."


تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса