Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې ۷سرتېري وژل شوي

0
د بدخشان چارواکي وایي، تېر ماښام د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو په برید کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 


د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري وویل طالبانو لومړی پر پوسته برید وکړ او د یوه ساعت لپاره یې هغه ونیوله، خو دده په خبره د افغان ځواکونو په متقابلو نښتو کې دغه پوسته بېرته له طالبانو ونیول شوه.


ښاغلی نظري زیاتوي لا د پېښي په اړه وروستي جزئیات له دوی سره نه دي شریک شوي:


"له بده مرغه د دې نښتو په نتیجه کې اوه تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي او شااوخوا پنځلس تنه ټپیان دي چې د ځینو روغتیایي وضعیت خراب دی."


دا پېښه داسي مهال شوې چې نن د افغان حکومت له لوري پر وسله والو طالبانو د اوربند دوهمه ورځ ده او د دفاع وزارت په خبره په دې دووورځو کې د امنیتي ځواکونو پرضد د وسله والو طالبانو فعالیتونه اویا سلنه کم شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса