Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

مقدونیې او یونان د مقدونیې لپاره د شمالي مقدونیې په نوم توافق وکړ

0
مقدونیې نن یکشنبه له یونان سره هغه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې د دې هېواد نوم د شمالي مقدونیې په جمهوریت بدلېږي.


د مقدونیې نوم چې د یونان د یوه ولایت نوم هم دی، له ۱۹۹۱ میلادي کال راهیسې له یوګوسلاویا څخه د مقدونیې له بېلیدو وروسته، د دواړو هېوادونو د اړیکو د ترینګلتیا اصلي علت و.


د دې موافقې سند د مقدونیې د بهرنیو چارو وزیر نیکولا دیمیتروف نن له خپل یوناني سیال نیکوس کوتڅیاس سره لاسلیک کړ.


د یونان صدراعظم الکسس څیپراس دا پرېکړه تاریخي وبلله او ویې ویل چې موږ د دې لپاره راغلي یوو چې د تاریخ د ټپونو علاج وکړو.


د مقدونیې صدراعظم زوران زایف وویل چې د دواړو هېوادونو خلک باید ماضي هېره کړي او راتلونکې ته ورګوري.


دا موافقه به د یونان او مقدونیې د پارلمانونو له تصویب وروسته رسماً د اعتبار وړ وي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса