Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

له هلمنده راغلي د سولې خوځښت په کابل کې د خېمو د وهلو پرېکړه کړې

0
د سولې د ولسي خوځښت غړو نن په کابل کې ترغونډې وروسته پرېکړه کړې چې د یوشمېر هېوادونو د سفارتونو په مخ کې به د اعتراض په توګه خېمې وهي او له هغوی به غواړي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د سولې د هڅو جدي ملاتړ وکړي.


د دغه ولسي خوځښت غړي چې د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه یې له څه باندې یوې میاشتې راپه دېخوا پلی سفر پیل کړی و د شااوخوا ۶۳۰ کیلومتره لارې له وهلو وروسته تېره شپه کابل ته رسېدلي دي.


د سولې د دغه ولسي خوځښت غړي په داسې حال کې کابل ته رسېدلي او د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او د حکومت مشرانو ته د سولې او اوربند پیغام له نېږدې رسوي چې وسله والو طالبانو د تېرې شپې له نیمایي څخه د اختر په مناسبت د اعلان کړي درې ورځني اوربند له پای ته رسېدو سره سم په یوشمېر سیمو کې بیا حملې پیل کړې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса