Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

هندوستان په بلخ کې د دوو لویو پروژو د بنسټ ډبره کېښوده

0
هندوستان په بلخ ولایت کې د څلورو میلیونو ډالرو په ارزښت، د دوو لویو پروژو د بنسټ ډبره کېښوده.


په افغانستان کې د هند سفیر ویني کومار بلخ ولایت ته په خپل سفر کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت، په مزارشریف کې د کرکټ د یوه مجهز میدان او د ۳ میلیونو ډالرو په ارزښت، د ۸.۲ کیلو متره سړک د بنسټ ډبرې کېښودې.


د ویني کومار په خبره، د داوړو پروژو مجموعي لګښت به د هندوستان دولت ورکوي.


همدا راز د بلخ والي اسحاق رهګذر د دغو دوو پروژو د بنسټ د ډبرو د ايښودو پر مهال وویل چې تر راتلونکي یوه کاله به داوړه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса