Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

درانی: د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې ۱۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي

0
د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال ۱۰ وسله‌وال وژل شوي دي.


د کندهار د پوليسو ویاند ضيا درانی وايي چې وسله‌والو تېره شپه دوه بجې د ژېړۍ ولسوالۍ د ​"قاري سليم کارېز​" په سيمه کې د ملي پوليسو پر پوسته بريد وکړ چې د سهار تر پنځو بجو پورې يې دوام درلود.


دراني وویل د وسله‌والو په وړاندې د امنیتي ځواکونو په دفاعي غبرګون کې ۱۰ وسله‌وال وژل شوي دي.


نوموړی وایي، د وسله‌والو په بريد کې امنیتي ځواکونو ته زيان نه‌دی اوښتی، خو د هغوی يو خښ کړي ماين د پوليسو پر رنجر چاودنه کړې چې له امله‌یې يو پوليس وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.


د دولت وسله‌والو مخالفینو تر اوسه په دې تړاو تبصره نه‌ده کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса