Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

۴ هېوادونه د کډوالو په اړه د اروپایي هېوادونو غونډې ته نه ځي

0
هنګري، پولنډ، سلواکیا او چک جمهوریت د څلورو هېوادونو هغه ډله ده چې ویلي یې دي، د دې اوونۍ په پای کې به د کډوالو په اړه د اروپايي هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي.


دې څلورو هېوادونو د کډوالو د منلو په برخه کې د لوېدیځې اروپا د هېوادونو په ځانګړې توګه، د جرمني له غوښتنې سره مخالفت کړی دی.


د لوېدیځې اروپا هېوادونو په ځانګړې توګه جرمني د اروپايي ټولنې له ټولو غړو هېوادونو غوښتي دي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې اروپا ته ورغلي کډوال دې خپلو کې ووېشي او خپله برخه کډوال دې ومني.


د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل د اروپايي ټولنې د مشرانو له دې غونډې مخکې چې د جون په ۲۸ مه او ۲۹ مه جوړېږي، د جون په ۲۴مه په بروکسل کې د یوې بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې. 


ټاکل شوې ده چې جرمني، اتریش، ایټالیا، یونان، فرانسه، هسپانیا، مالټا او هالنډ په بروکسل کې په دې بېړنۍ غونډه کې ګډون وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса