Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

د لوګر چارواکي: د پکتیا والي پر موټریز کارون برید نه دی شوی

0
د لوګر ولایت چارواکي د یاد ولایت د مرکز اړوند د علي خان کلا په سیمه کې د پکتیا والي شمیم خان کټوازي پر موټریز کاروان د وسله والو مخالفینو برید ردوي او وايي چې یاد برید د یو څارنوال پر ګاډي شوی دی.


د لوګر امنیه قوماندان سمونوال محمد ابدالي ازادي راډیو ته وویل چې نن د شنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د وسله والو مخالفینو یوې درې کسیزې ډلې د یاد ولایت د یو څارنوال ګاډي ته کمین نیولی وو چې د وسله والو په برید کې یاد څارنوال وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.


ده زیاته کړه، ممکن د دې برید پر مهال د پکتیا د والي موټریز کاروان به هم له کابله- ګردیز ته پر لاره و، خو د برید هدف د شمیم خان کټوازي موټریز کاروان نه وو او نه د ده پر موټریز کاروان ډزې شوي دي.


د لوګر امنیه قوماندان وايي چې د برید د سیمې سره نږدې امنیتي منسوبین موجود و او ځايي چارواکي هم ډېر ژر ورورسېدل.


د ده په وینا له برید وروسته لاس په لاس بریدکوونکي له سیمې تښتیدلي او نورې ډزې يې نه دي کړي.


سیمه وال وايي چې د لوګر ولایت په مربوطاتو کې ځينې وختونه د پنجشنبې او شنبې په ورځو چې حکومتي مسوولین پدې لاره کابل ته تګ او راتګ کوي، سړک ته راوځي.


څه موده مخکې د لوګر مرستیال والي او د والي ویاند هم چې غوښتل يې د جمعې په شپه کابل کې خپلو کورونو ته ولاړ شي، په همدې لاره د وسله والو په کمین کې وژل شوي ول.


تر اوسه کومې وسله والې ډلې د برید په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса