Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

په تخار کې وسله والو د ای خانم د بندر د کمیسارۍ وسایل له ځان سره وړي

0
په تخار کې سیمه يیز چارواکي وايي، د حکومت مخالفو وسله والو په یو برید کې ددې ولایت د ای خانم د بندر د کمیسارۍ ټول تجهیزات او وسایل له ځان سره وړي دي.


د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور نن ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو ددې ولایت د ای خانم بندر پر کمیسارۍ ډله ییز برید کړی او له نیم ساعت جګړې وروسته یې کمیساري نیولې، د کمیسارۍ ټول تاسیسات، دوه هاموی ټانکونه او څلور رینجر موټر یې سوځولي دي.


د ښاغلي تیمور په وینا، وسله والو مخالفينو د کمیسارۍ شپږ سرتېري اسیران کړي، دوه هاموی ټانکونه او دوه رینجر موټر او یوه اندازه مهمات یې ځان سره وړي دي.


د تخار د چارواکو په وینا، طالبانو سیمه خوشې کړې ده.


دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم د حکومت مخالفيو وسله والو په یوې تهاجمي حملې کې د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې په یو ورته برید کې ۱۴ سرحدي پولیس وژلي او د هغوی ټول نظامي تجهیزات یې له ځان سره وړي وو.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса