Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

شینزو ابې د سيمې له رهبرانو غوښتي چې ژر پر ازاد تجارت موافقه وکړي

0
د جاپان صدراعظم شينزو ابې د سيمې له رهبرانو غوښتنه وکړه چې تر وخت مخکې پر ازاد تجارت موافقې ته ورسېږي.


دا په داسې حال کې ده چې د تجارت په برخه کې د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پالېسيو انتقادونه پارولي دي.


جاپان او سنګاپور د سيمه ييز هراړخيز تجارتي شراکت د هغې غونډې کوربانه دي چې نن په توکيو کې پيل شوې ده.


په دغه سازمان کې لس هغه هېوادونه هم شامل دي چې د اسيان په نوم د تجارتي ډلې غړيتوب لري.


د اسيان ډلې شپږو غړو هېوادونو له جاپان، چين، جنوبي کوريا، هندوستان، استراليا او نيوزيلینډ سره د ازاد تجارت موافقه لاسليک کړې ده.


د سيمه ييز هراړخيز تجارتي شراکت په نوم سازمان په ٢٠١٣میلادي کال کې تاسيس شو چې د نړۍ د اقتصاد او نړيوال تجارت د ٣٠ فيصده برخې استازيتوب کوي.


د جاپان صدراعظم د دې سازمان د نننۍ غونډې په پيل کې وويل:


"موږ په نړۍ کې د اقتصاد له محافظه کارانه سياستونو سره مخامخ يوو، په اسيا کې بايد يو موټي شو او دا کار د ازاد او عادلانه تجارت د اصولو په رعايت پورې تړلى دى."



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса