Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

Новости за 05.07.2018

کراچۍ: د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي خوشي شوي دي

Mashaalradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه ۷ غړي چې د جولايي په څلورمه په کراچۍ کې نيول شوي وو، نن د پنجشنبې يا زيارت په ورځ سهار وختي خوشي شوي دي. دوی هغه مهال ونيول شول چې په لانډي سيمه کې يې د تنظيم سازۍ لپاره يوه غونډه وکړه.

پاکستان: پخواني وزیراعظم ته په ټاکنو کې د سيالۍ اجازه ورکړل شوه

Mashaalradio.com 

لاهور هايي کورټ د امېدوارانو يا کانديدانو د کاغذونو د اروزنې انتخاباتي ټریبيونل هغه پرېکړه رد کړې چې د مسلم لېګ (ن) يو مشر او د پاکستان پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي يې د ټول عمر لپاره له سياسته منع کړی وو.

روس د ازادې اروپا راډيو د بهرنیو استازيو قانون په سرغړونه ناغه کړې

Mashaalradio.com 

د روس يوه عدالت د ازادې اروپا راډيو پر دې تور يو لاک روسي روبل (۱۶۰۰ ډالر) ناغه لګولې چې په وینا یې د بهرنیو رسنیو لپاره چې حکومت یې "بهرني استازي" بولي جوړ پر روسي قانون په عملدارۍ کې پاتې راغلې ده.

سپریم کورټ: ډېمونه په چنده جوړ کړئ

Mashaalradio.com 

د چارشنبې په ورځ سپریم کورټ د دیامیر بهاشا او مومند ډېمونو د جوړولو امر وکړ او له ولسه یې وغوښتل چې د ډېمونو جوړولو لپاره دې چنده وکړي.

شعېب وزیر وايي د خپلې خاورې لپاره ډېر څه کول غواړي

Mashaalradio.com 

شعېب وزیر د وزیرستان دی چې په بنو کې اوسېدلی او وروسته بیا د لوړو زده کړو لپاره لاهور ته ورغی. دې ځوان په لاهور کې د ښکلو هنرونو یا فاین ارټس پوهنځی ولوست او وروسته بیا د پنجاب پوهنتون د هنر او ډېزاین په څانګه کې استاد شو.

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

چین نن خبرداری ورکړ چې امریکا به په چینایي مالونو د تعرفې په لګولو سره ټول سره اور ته کینوي، د بشري حقونو د څار سازمان وايي په پاریس کې سلګونه ځلمکي کډوال بې کوره پاتي دي او د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام کوارټر فاینل سبا پیلیږي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.



فېصل: د اېلس وېلز اسلام اباد سفر ډېر ګټور وو

Mashaalradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا مرستیالې وزیرې اېلس وېلز له پاکستاني چارواکو سره ملاقاتونو پر مهال په دوه اړخیزو اړیکیو د سیمې په امنیتي وضعیت او د پاکستان او امریکا ترمنځ همکاری په اړه یې خبرې کړې دي.

یو لوړپوړی امنیتي پلاوی کندز ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو په ګډون یو جګپوړی پلاوی کندز ته تللی دی. د کندز د والي ویندوی نعمت الله تیموري ازادي راډیو ته وویل چې د دفاع وزیر ډګرجنرال طارق شاه بهرامي او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ترڅنګ د ملي امنیت د ریاست اوپراتیفي مرستیال، د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان، د فرانسې سفیر، د هالنډ، جرمني او استرالیا مرستیال سفیران او په افغانستان کې د هند او امریکا استازي نن کندز ته ورغلي دي. ده د دې پلاوي د سفر د هدف په اړه بې خبري څرګنده کړه.

د نظام الدین قیصاري پلویانو نن بیا مظاهره وکړه

Pa.azadiradio.com 

په فاریاب ولایت کې د قیصار د نیول شوي سرپرست امنیه قوماندان پلویانو نن هم مظاهره وکړه. د نظام الدین قیصاري پلویانو په تېرو دوو ورځو کې د فاریاب په مرکز میمنې کې مظاهرې وکړې او پرون د دوی مظاهره په تاوتریخوالي بدله شوه خو نن د نوموړي د خلاصون غوښتنه په هغه مظاهره کې وشوه چې په اندخوۍ ولسوالي کې وشوه. په همدې حال کې د افغانستان د لوی درستیز په مشرۍ یو پلاوی میمنې ته تللی چې حالات له نېږدې وڅاري. لوی درستیز محمد شریف یفتلي سوله ییزه مظاهره د افغانانو قانوني حق وباله خو ویې ویل چې د تاوتریخوالي اجازه به ورنه کړي.

کرک کې د تېلو پاکولو کارخانې پرضد احتجاج

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا د کرک سیمې خلک د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته په یوه احتجاجي مظاهره کې له وفاقي حکومته د دوی پر خړوبو او کرهنیزه ځمکو د تېلو چڼلو کارخانې د نه جوړولو غوښتنه وکړه. دوی وايي، حکومت له پکار ده چې دغه کارخانې پر شاړو ځمکو جوړې کړي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

د انتخاباتي کمپاین غږ د قبایلي سیمو تر ښځو رسي؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان د ټاکنو کمیشن ترمخه هغه حلقې چې ښځو پکې تر ۱۰ فیصده  کم رایي ورکړي وي، هلته به د ترسره شویو انتخاباتو نتیجې باطلې حسابیږي.دا چې د خېبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې کاندیدان د انتخابي کمپین لپاره ددې شرط د پوره کولو په لړ کې څه هلې ځلې کوي؟

ملاکنډ ډویژن کې د ټیکسونو لګېدو پرضد د دوکاندارانو هړتال

Mashaalradio.com 

د ملاکنډ ډويژن تجارتي اتحادیې د پنجشنبې په ورځ په ټوله سیمه کې د ټیکسونو لګېدو پرضد هړتال کړی. هړتالیانو د مالاکنډ ډويژن پخواني حيثيت بحالولو غوښتنه کوله. په مالاکنډ کې ۷ ضلعې شاملي دي چې ورسره نن سوات، بونير، شانګله، ملاکنډ، بره او کوز دير کې تجارتي مرکزونه بند دي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ

پر پاکستاني سیاست د ضیاالحق مارشلا اغېز

Mashaalradio.com 

دا زمونږ د تاریخ تر ټولو توره ورځ ده.په دې ورځ نه یوازې جمهوریت ختم شو بلکې د ترقۍ پسندۍ مخه ډب کړل شوه.مذهبي انتهاپسندي او تشدد ددې ورځې راروسته عام شو.په افغانستان کې مونږ مداخلت پېل کړو.وسله والې ډلې جوړې شوې او ددې ورځې بدې اغېزې ترننه روانې دي

سبا جمعه اروګوئه-فرانسه او برازیل-بلجیم سره لوبېږي

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال د نړیوال جام د کوارټر فاینل په پړاو کې چې سبا د جمعې په ورځ به پیل شي اروګوئه د فرانسې او برازیل د بلجیم په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي. د فوټبال د نړیوال فدراسیون فیفا د ویبپاڼې د معلوماتو له مخې لومړۍ سیالي د افغانستان پر وخت ماښام شپږ نیمې او دوهمه يې د شپې په لس نیمې بجې ترسره کېږي.

د «ویټالټي بلاسټ» سیالیو کې راشد خان دوه ویکټې ترلاسه کړې

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د ویټالټي بلاسټ د ۲۰ اوورېزه کرکټ سیالیو په څلورمه لوبه کې افغان ورو توپ اچونکي راشد خان دوه ویکټې ترلاسه کړې. دغه لوبه چې تېره شپه ترسره شوه ساسیکسر لوبډلې چې افغان راشد خان هم په کې لوبېږي لیسیسټر شایر لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دې سوداګریزو سیالیو کې د راشد خان ترڅنګ دوه نور افغان لوبغاړي محمد نبي او مجیب ځدراڼ هم په بېلابېلو لوبډلو کې لوبېږي. دا اول وار دی چې د کرکټ درې افغان لوبغاړي د انګلینډ په ۲۰ اوورېزه کرکټ سیالیو تجارتي لیګ کې لوبېږي، له دې وړاندې دا درې افغان لوبغاړي د هندوستان... Читать дальше...

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د فوټبال لوبه پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې نن پنجشنبه مازدیګر د افغانستان او ازبکستان د فوټبال له ۱۶ کلونو کم عمره ځوانانو لوبډلې لوبه لري. د فوټبال فدراسیون د رسینو مسؤل شفیع شاداب نن ازادي راډيو وویل، د مرکزي اسیا د فوټبال د ۱۶ کلونو کم عمره ځوانانو د لوبډلو دغه سیالۍ چې د افغانستان او ازبکستان ترڅنګ په کې قرغزستان او تاجکستان هم برخه لري چې تر روانې میلادي میاشتې تر ۹ مې نېټې به دوام وکړي. نوموړی وايي، په دې سالیو کې افغانستان له ازبکستان وروسته له تاجکستان او قرغزستان لوبډلو سره هم لوبې لري. ... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса