Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

ولسمشر غني په ننګرهار کې د غصب د مخنيوي د يوه کمېسيون دستور ورکړ

0
افغان ولسمشر په ننګرهار کې د ځمکو د غصب د مخنيوي لپاره د يوه ځانګړي کمېسيون د جوړولو دستور ورکړ.


محمد اشرف غني نن یکشنبه په جلال اباد کې د وينا پر مهال له ځوانانو هم په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه:


"والي صاحب! د غصب په باره کې يو خاص کمېسيون جوړ کړئ، هرڅه مو چې په کار وي، زه يې درکوم، که قاطعيت غواړئ، والي صاحب او د امنيې قوماندان ته اختيار ورکوم چې له ما وغواړي چې د غصب د ختمولو لپاره څه په کار دي."


ولسمشر غني نن د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې له امنيتي چارواکو سره په امنيتي غونډه کې د دغه ولايت پر امنيتي وضعيت بحث وکړ.


جمهوري رياست وايي، ولسمشر د راروانو ټاکنو او د لويو لارو د امنيت لپاره ځينې سپارښتنې وکړې.


په وروستيو کې د ننګرهار د امنيتي وضعيت خرابوالي او هلته د داعش ډلې تحرکاتو د ځايي اوسېدونکو او فعالانو اندېښنې ولاړې کړې دي.


ولسمشر محمد اشرف غني نن تر دې مخکې د ختيځ زون د روغتيايي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده چې ١٠٠٠ بسترونه به لري او پر ٢٠٠ جريبه ځمکه به جوړېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса