Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

په پروان کې سلګونه زده کوونکي مسموم شوي

0
په پروان ولايت کې نن د څو ښوونځيو په لسګونو زده کوونکي د سيند اوبو د څښلو له کبله مسموم شوي دي.


د پوهنې وزارت د نشراتو رئيس کبير حمقل نن ازادي راډيو ته وويل:


"د پروان په بېلابېلو سيمو کې چې پنجشېر سيند ورڅخه تېرېږي، زموږ زده کوونکي د مسووميت له پېښو سره مخامخ شوي دي، همکاران مو وايي چې د پنجشنېر سيند اوبه په ځينو موادو ککړې شوي، په هر ځاى کې چې ماشومان ورڅخه ګټه اخلي، مسمومېږي."


د پوهنې وزارت ويلي چې له سهاره څه باندې ٣٠٠ زده کوونکي روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.


بلخوا د چاپېريال ساتنې ملي ادارې هغو کورنيو ته چې د پنجشېر سيند ته څېرمه پرتې دي، خبردارى ورکړى چې د سيند له اوبو استفاده ونه کړي.


دغه اداره وايي، د دوى لومړنۍ ارزونه ښيي چې د پنجشنېر سيند د کښته سيمو اوبه د نامعلومو دلايلو له مخې مسمومې شوي چې کبان يې هم له کبله ناروغ او مړه شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса