Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

عبدالله: حکومت خبرو ته چمتو دی، خو طالبانو ته د امن سيمې نه مني

0
د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتو دی، خو هغوی ته د امن سيمو برابرول نه مني.


ښاغلي عبدالله نن دوشنبه په کابل کې د وزيرانو شورا په غونډه کې وويل چې د اختر په لومړيو  درېيو ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند پر مهال ورته ځيني وړانديزونه ورغلي وو.


نوموړي وویل:


"د امن سيمو برابرولو وړانديز له يوې خوا وړاندې شوی و، خو دا نظر د افغانستان د خلکو د غوښتنو سره هېڅ اړخ نه لګوي، زموږ د حکومت نظر هم دا دی چې ټول افغانستان د هغو خلکو لپاره د امن سيمه ده چې غواړي په سوله او ارام کې ژوند وکړي."


تر دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي وو چې له طالبانو سره په هر ځای او هر وخت کې خبرو ته حاضر دی، خو طالبانو د هغه د وړانديز په ځواب کې د جګړې د دوام خبره کړې ده.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса