Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

د سولې ولسي حرکت د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو منځګړیتوب کوي

0
د سولې د ولسي حرکت غړي وايي، داسې يوه جرګګۍ يې جوړه کړې چې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ به منځګړيتوب کوي.


د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست پرون په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:


"موږ پر يوه جرګګۍ کار وکړ، د هغې طرحه مو ترتيب کړه، پر جرګګۍ به نن جمعه بله غونډه هم وکړو، دغه جرګګۍ به په ټول هېواد کې فعاليت، د طالبان او حکومت تر ولکې لاندې سيمو ته به ورځي، د هغوى ترمنځ به منځګړيتوب کوي."


دا په داسې حال کې ده چې دغه حرکت پرون په کابل کې د امريکا متحدو ايالتونو د سفارت مخې ته خپل پرلت، دغه سفارت ته د يوه پرانيستي ليک په سپارلو سره پاى ته ورساوه.


په دغه ليک کې د امريکا له ولس څخه غوښتنه شوې چې په افغانستان کې د روانې جګړې د اوږدېدو په تړاو له خپل حکومت سره حساب-کتاب وکړي.


دغه حرکت وايي، نن جمعه ماسپښين مهال د روسيې د سفارت مخې ته پرلت پيلوي.


د دغه حرکت غړيو تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د مرستندوى ماموريت يا يوناما د دفتر مخې ته هم پرلت يا تحصن کړى و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса