Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

د ایران د اټمي تړون غړي هېوادونه نن په ویانا کې غونډه کوي

0
د ايران او پنځو پياوړو هېوادونو عالي رتبه ډيپلوماتان نن د ٢٠١۵مېلادي کال د اټمي تړون د عملي کېدو پر لارو چارو بحث کوي.


په ويانا کې دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې د امريکا متحدو ايالتونو دوې مياشتې مخکې له دغه تړون څخه د وتلو اعلان وکړ.


د بريتانيا، چين، فرانسې، جرمني او روسيې د بهرنيو چارو وزيران نن له خپل ايراني سيال محمد جواد ظريف سره په ويانا کې جرګه کېږي.


ښاغلي ظريف په ويانا کې د خبرو پر مهال وويل، موږ د دې لپاره دلته راغلي يو چې د شعارونو پر ځاى پر عملي لارو چارو خبرې واورو.


وروسته له هغې چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له دغه تړون څخه د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيالګولو اعلان وکړ، دا د دغو شپږو هېوادونو لومړۍ غونډه ده.


د ايران د خبري اژانسونو په حواله، د دغو خبرو په درشل کې د ايران ولسمشر حسن روحاني د فرانسې او جرمني رهبرانو ته په ټليفوني مکالمو کې ويلي وو، د امريکا د بنديزونو د اغېزو د دفع کولو لپاره د اروپا د اقتصادي اقداماتو بستې د ايران ټولې غوښتنې نه دي پر ځاى کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса