Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

مايک پومپئو د شمالي کوريا وروستي تورونه کم اهميته وګڼل

0
د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير د شمالي کوريا وروستي تورونه کم اهميته وګڼل.


مايک پومپئو وايي، پر دغه هېواد به بنديزونه تر هغو دوام کوي چې پيونګ يانګ د خپل رهبر کيم جونګ اون له ژمنې سره سم، له خپلو اټمي وسلو لاس نه وي اخيستى.


د امريکا د بهرنيو چارو وزير نن په توکيو کې د جاپان او جنوبي کوريا د بهرنيو چارو له وزيرانو سره تر خبرو وروسته وويل:


"بنديزونه به تر هغو پرځاى پاتې وي چې له اټمي وسلو د تصفيې جزئيات په بشپړ تصديق شوي نه وي، لکه څنګه چې د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون ورباندې موافقه کړې وه."


تردې مخکې شمالي کوريا پر امريکا تور لګولى و چې پيونګ-يانګ ته د پومپئو تر سفر وروسته له اټمي وسلو د لاس اخېستلو لپاره ورڅخه "بدمعاشانه-ډوله" غوښتنې مطرح کوي.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса