Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

بهر ته د افغاني غالیو د قاچاق په اړه اندېنښنې زیاتې شوي

0
په شمال زون کې د افغاني غالیو د اوبدونکو د اتحادیې مسؤلين بهر ته د افغاني غالیو د قاچاق په اړه اندېښنه څرګندوي.


په شمال زون کې د افغاني غالیو د ابدونکو اتحادیې مشر عبدالستار بیکزاد ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې بهر ته په غیر قانوني او قاچاقي توګه د افغاني غالیو قاچاق زیات شوی او دولت هم د یادې ستونزې د حل په برخه کې کوم اقدام نه دی ترسره کړی.


دی وايي چې د ټول افغانستان ۷۵ سلنه غالۍ په دې زون کې تولیدېږي، خو غالۍ اوبدونکي د افغاني غالیو د خرڅلاو او تولید په برخه کې له مالي او تخنیکي ستونزو سره مخ دي.


په داسې حال کې په شمال زون کې د غالیو اوبدونکو اتحادیه بهر ته د افغاني غالیو د قاچاق او په کور دننه ورته د بازار له نشتونه شکایت کوي او دولت یادې مسئلې ته په بې پامۍ تورنوي چې د بلخ سوداګرۍ او صنایعو ریاست بیا وايي چې د یادې مسئلې د حل په برخه کې به ډېر ژر عملي کار پیل کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса