Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

کرکټ: سپین غر، مس عینک او بند امیر، بُست لوبډلې ته ماتې ورکړه

0
تر۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو د کرکټ سیالیو په لړ کې سپین غر، مس عینک او بند امیر، بُست لوبډلې ته ماتې ورکړه.


په لومړۍ لوبه کې سپین غر لوبډلې د مجید عالم د ۷۲ او حسن صافي د ۶۳ منډو پرمټ مس عینک لوبډلې ته د ۲۴۳ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې د مس عینک ټوله لوبډله په ۱۱۵ منډو وسوځېده او لوبه یې د ۱۲۸ منډو په توپیر بایلوده.


په دغه لوبه کې د سپین غر لوبډلې لوبغاړی عابد چې د سیالې لوبډلې ۵ م لوبغاړي یې اوټ کړل د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.


په دوهمه لوبه کې بیا بُست لوبډلې لومړی بیټنګ وکړ او خپلې سیالې لوبډلې بند امیرته یې د ۲۰۸ منډو هدفو وټاکه چې په ځواب کې بند امیر لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۲ وکټو په زیان سره پوره او لوبه یې د ۸ وکټو په توپیر وګټله.


اصف موسی زی چې د بندامیر لوبډلې لپاره يې ۹۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса