Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

په غزني کې پر دولتي ودانيو په راکټي بريدونو کې ١١ کسان ټپيان شوي

0
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، پر دولتي ودانيو په درېيو راکټي بريدونو کې ١١ کسان ټپيان شوي دي.


د والي وياند محمد عارف نوري نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دا توغندي په داسې حال کې ويشتل شوي چې د ولايت په ودانۍ کې دننه د دفاع وزير جنرال طارق شاه بهرامي په مشرۍ امنيتي غونډه روانه وه.


ښاغلى نوري وايي، په ټپيانو کې ٢ سرتېري او ٩ ملکيان شامل دي.


يو راکټ د ولايت، بل د پوهنې رياست او درېيم د ښاروالۍ رياست په انګړ کې لګېدلى دى.


وسله والو طالبانو د دغو راکټي بريدونو مسؤليت منلى دى.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса