د هالنډ هوايي شرکت وايي، تهران ته به خپلې الوتنې وځنډوي
دغه شرکت په يوه لنډه اعلاميه کې خبر ورکړى چې د مالي ليدلوري او منفي نتيجو له کبله يې د اوس لپاره دغه پرېکړه کړې ده.
دغه شرکت ويلي چې وروستۍ الوتنه به يې د سپټمبر په ٢٢مه له امسټردام څخه ايران ته وشي.
دغه شرکت چې په ٢٠١٣ میلادي کال کې يې تهران ته خپلې الوتنې بندې کړې وې، په ٢٠١٦ کال کې يې وروسته له هغې بېرته پيل کړې چې تهران او د نړۍ لويو قدرتونو اټمي موافقه لاسليک کړه.
د هغه تړون له مخې، ايران خپل حساس اټمي فعالتيونه ځنډولي وو، په بدل کې ورڅخه ځيني بنديزونه لېرې کړاى شوي وو.
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په تېره مې مياشت کې له دغه تړون څخه د امريکا د وتلو او پر ايران د سختو بنديزونو د بيالګولو اعلان وکړ.
