Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

چارواکي: د خوست په باک ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي

0
د خوست د والي مرستيال وايي، په باک ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د یوې کورنۍ پنځه کسان وژل شوي دي.


عبدالواحد پټان چې د يوه دولتي هيئت په مشرۍ د باک ولسوالۍ په پهلوانخېلو کلي کې د پېښې ځاى ته ورغلى و، نن یکشنبه ازادي راډيو ته وويل:


"پنځه کسان چې يو په کې د دارالمعلمين محصل، يو ډرېور، دوه ملا صاحبان وو او يو عادي وګړى و چې د يوې کورنۍ وو، وژل شوي، يو پنځه کسيز هيئت ټاکل شوى چې دا موضوع په دقيق ډول وڅېړي."


د خوست د والي مرستيال وويل، ځايي خلکو د وژل شویو جسدونه د ولسوالۍ مخې ته وړي وو او د خوست- ځاځي میدان لاره يې تړلې وه، خو دوی خلک قانع کړل چې خپل مړي خاورې ته وسپاري او د پېښې د پلټنې پایلو ته په تمه شي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса