Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

روغتیايي مسؤلين: په ارزګان کې طالبانو د پولیو ضد واکسینو مخه نیولې

0
د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلين وايي چې وسله والو طالبانو د دوی د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو مخه نیولي او اجازه نه ورکوي چې ماشومان واکسين کړي.


د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې په ارزګان ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو د کمپاین لړۍ چې باید څو ورځې مخکې پیل شوې وای، لا تر اوسه ځکه نه ده پیل شوې چې وسله والو طالبانو يې مخه نیولې او د تطبیق اجازه نه ورکوي.


د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس خان اغا میاخېل په دې اړه د یکشنبې په ورځ وویل چې د پولیو ضد واکسینو په دې کمپاین کې یو لک ۸۸ زره ماشومان له واکسینه څخه بې برخې دي چې مرکز ترینکوټ او ټولې ولسوالۍ پکې شاملې دي.


وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې له دولت څخه غوښتنه کړې وه چې دولت دې د دوی ترحاکمیت لاندې سیمو کې د بیا رغونې پروژې پیل کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса