Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

د ترکيې ولسمشر نن سې شنبه اذربایجان ته ولاړ

0
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردعان نن سې شنبه اذربایجان ته ولاړ.


د ترکیې د جمهوري ریاست د انتخاباتو تر ګټلو وروسته، دا اول وار دی چې اردغان اذربایجان ته ځي.


اذربایجان او ترکیه نېږدې اړیکې او ګډ دښمن لري چې ارمنستان دی.


د هغه سفر د یوې ورځې لپاره دی، اردغان به له هغه ځایه د قبرس ترک مېشتې برخې ته هم ورشي.


اردغان پرون د نوې ریاستي دورې د پېل لوړه وکړه او ۱۶ کسیزه کابینه یې هم خلکو ته ور وپېژندله.


د اردغان په نوې کابینه کې د هغه زوم بیرات البیرق هم شامل دی چې د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر ټاکل شوی دی.


په ترکیه کې د اصلاحاتو د نوي سیسټم پر اساس چې په یوه ټولپوښتنه کې تأیید شو، د صدراعظم چوکۍ له منځه ولاړه.


په ترکیه کې د اجرائیه قوې د رئيس په توګه اردغان د فرمانونو صادرولو، د دولتي بودجې د طرحې او د بېړني حالت د اعلان صلاحیت لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса