Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

د ۱۶ کلنو د فوټبال افغان ټيم د مرکزي اسیا په لوبو کې دوهم مقام ګټلی

0
د افغانستان ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال په سیالیو کې له دوو بریاوو او يوې ماتې سره دوهم مقام خپل کړ.


د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د ازبکستان د ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې خپلې ټولې لوبې وګټلې او وتوانېد چې د دغو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.


افغانستان په دغو سیالیو کې قرغزستان ته څلور د صفر او تاجکستان ته يو د صفر په وړاندې ماتې ورکړه، خو له ازبکستان نه‌یې لوبه ۴ د ۱ په وړاندې بایلوده.


د دغو سیالیو هدف، د ۱۶ کلنو ځوانانو اسیايي سیالیو ته د لوبډلو چمتووالی و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса