Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

کشاف: دیني عالمانو توافق وکړ چې د افغانستان جګړه توجیه نه‌لري

0
د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا مشر مولوي قیام‌الدین کشاف وايي چې په سعودي عربستان کې د اسلامي عالمانو په نننۍ غونډه کې توافق وشو چې د افغانستان جګړه توجیه نه‌لري.


مولوي کشاف نن سې شنبه په جده کې د امریکا غږ خبریال ته وویل:


"غونډه مثبته وه، ښه تېره شوه، حق ته‌یې حق وویل، ټول علما پر دې موافق شول چې څه چې په افغانستان کې تېرېږي، د اسلام له نظره توجیه نه‌لري." 


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، هیله لري چې په غونډه کې به پر وسله‌والو طالبانو غږ وشي چې ژر تر ژره او مخامخ د افغانستان له حکومت سره د سولې مذاکرو ته کېني.


په جده کې په نننۍ غونډه کې د افغانستان او نورو ۳۷ اسلامي هېوادونو معتبرو عالمانو ګډون درلود.


هغوی سبا چهارشنبه په مکه‌المکرمه کې سره ګوري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса