Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

د کونړ عالمان: د زورواکو نیول او قانون ته سپارل د ولسونو غوښتنه ده

0
په کونړ کې دیني عالمانو نن چهارشنبه د یوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشر غني له خوا د زورواکو د زورکمولو او د هغوی د نیولو اقدام وستایه او ملاتړ يې وکړ.


د کونړ د دیني عالمانو شورا غړي مولوي نجیب الله حقیار د غونډې برخه والو ته وویل چې له ولسمشره يې څو څو ځله غوښتي چې باید په دولت کې د دننه زورواکو او قانون ماتوونکو خلاف دې اقدامات وکړې او نن يې چې څو تنه زورواکي او د ځمکو غاصبین نیولي، دوی او د کونړ ولسونه يې ملاتړ کوي.


دیني عالمان وايي، د دولت له وسله والو مخالفینو په دولت کې دننه زورواکي د حکومت لپاره ډېر خطرناک دي او که چېرته د دغو کسانو زور اوبه شي، نو په هېواد کې امنیت ټینګېدای شي او د پرمختګ لپاره ښې زمینې برابرېدای شي.


دوی وایي، دوی ته ټول زورواکي او قانون ماتوونکي یوشان دي او باید چې یو ډول پرې قانون پلی شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса