Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

په بروکسل کې د ناټو هېوادونو د مشرانو غونډه پیل شوه

0
په بروکسل کې د ناټو هېوادونو د مشرانو غونډه چې د افغانستان په اړه هم بحث کوي، نن چهارشنبه پیل شوه.


د افغانستان پر موضوع به د دې سرمشریزې سبانۍ غونډه کې بحث وشي.


په دې بحثونو کې تر ۲۰۲۰ میلادي کال وروسته، د افغانستان له پوځ سره د ناټو د مرستو پر دوام او افغانستان ته د ناټو د لا ډېرو پوځي روزونکو پر استولو تمرکز کېږي.


د بریتانیا صدراعظمې ترزا مې د بروکسل سرمشریزې ته په رسېدو افغانستان ته د بريتانوي ځواکونو د استولو په اړه خبریالانو ته وویل: 


"موږ نن اعلان کوو چې خپل ۴۴۰ نور سرتېرې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت ته لېږو."


افغان ولسمشر اشرف غني به سبا په دغه غونډه کې وینا وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса