Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

په سعودي کې د عالمانو غونډې د افغانستان روانه جګړه ناروا بللې

0
په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو دیني عالمانو د افغانستان د سولې په اړه وروستۍ اعلامیه خپره کړه.


په دې اعلامیه کې د افغانستان روانه جګړه ناروا بلل شوې ده.


دغه‌راز د کنفرانس ګډونوالو په دې اعلامیه کې پر وسله‌والو طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې سولې ته سره کېني او هم له اسلامي هېوادونو غوښتنه شوې چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.


د ۴۳ اسلامي هېوادونو د شااوخوا ۱۱۰ دیني عالمانو غونډه پرون سې شنبه په جده ښار کې پیل شوه او نن چهارشنبه دوهمه ورځ‌یې په مکه مکرمه کې وه. 


افغان ولسمشر اشرف غني په پرونۍ غونډه کې د دغو عالمانو د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې په افغانستان کې یې جګړه فتنه وبلله او ویې‌ویل چې دغې جګړې خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی. 


په پرونۍ غونډه کې د کعبې شریفې امام ویلي وو چې د افغانستان وضعيت نور د زغملو نه‌‌دی او باید دغلته جګړه ژر تر ژره ودرول شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса