Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

جمهور رئیس غنی په بروکسل کی د ناټو د غړیو هیوادونو د ځینو مشرانو سره خبرې وکړې

0
 


د افغانستان ولسمشر، چې د ناټو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بلجیم ته تللی، پرون چهارشنبه په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو له مسوولې، د ناروې له صدراعظمې او د اذربایجان له ولسمشر سره جلا - جلا وکتل.


د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر محمد اشرف غني او د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مسوولې فدریکا موګیرني د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو پر انتخاباتو، د ښځو د ملاتړ، تروریزم، حرفوي زده کړو او له جرمي اقتصادي شبکو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.


مېرمن موګیرني د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ وکړ.


تر دې وړاندې



ولسمشر غني په بروکسل کې د ناروې له صدراعظمې ایرنا سولبرګ سره د انکشافي پروژو، امنیت او د سولې پر پروسې خبرې وکړې


.


ښاغلي غني د اذربایجان له ولسمشر الهام علي یف سره هم د دوو هیوادونو پر اړیکو او همکاریو خبرې وکړې.


له ولسمشر غني سره د بروکسل په سفر کې اجرايي رييس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او یو شمېر نور چارواکي ملګري دي



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса