Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

ناټو مقدونیا ته بلنه ورکړه چې د غړیتوب لپاره ورسره رسمي خبرې پیل کړي

0
 


ناټو مقدونیا ته بلنه ورکړه چې په دې تړون کې د غړیتوب لپاره ورسره رسمي خبرې پیل کړي.


دا بلنه، چې له ډېرې مودې راهیسې یې تمه کېده، پرون چهارشنبه په بروکسل کې د ناټو د ۲۹ هیوادونو د مشرانو له غونډې وروسته ورکړل شوه.


د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته وویل:


«د ناټو وَر پرانیستی دی او پرانیستی به وي. موږ د اتن او سکوپیې د تېرې اوونۍ د تاریخي موافقې تود هرکلی وکړ، نن مو ومنله چې د غړیتوب لپاره د مقدونیا له حکومت سره خبرې پیل شي. کله چې د هیواد د نوم د بدلېدو لپاره ټوله ملي پروسه بشپړه شي، دا هیواد به د ناټو دېرشم غړی شي.»


مقدونیا ته وروسته له دې بلنه ورکړای شوه چې له یونان سره د مقدونیا د رسمي نوم پر سر د څه باندې ۱۰ کلونو اختلاف حل شو.


یونان له ډېرو کلونو راهیسې د مقدونیا له رسمي نوم سره مخالف و؛ ځکه چې د یونان یوه سیمه هم مقدونیا نومېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса