Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

د سعودي پاچا د افغانستان د دیني عالمانو سره په جده کې وکتل

0
د سعودي عربستان پاچا پرون چهارشنبه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د اسلامي دیني عالمانو په نړیوال کنفرانس کې له ګډونوالو سره په جده کې وکتل.


د سعودي عربستان پاچا چې د خادم حرمین‌الشریفین لقب لري، دیني عالمان او د اسلامي همکارۍ سازمان د دې کنفرانس په خاطر وستایل.


د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو کنفرانس چې د ۴۳ هېوادونو د څه باندې ۱۱۰ دیني عالمانو په ګډون د سې شنبې په ورځ په جده کې پرانیستل شو، پرون چهارشنبه په مکه کې د یوې اعلامیې په خپرولو پای ته ورسېد.


د سعودي عربستان پاچا د دې کنفرانس برخه‌والو عالمانو ته په خطاب کې وویل:


"تاسو تر ټولو غوره کسان یاست چې د مسلمانانو او د هغوی د یووالي لپاره خدمت کوئ او اسلامي نړۍ له جګړو او ستونزو او همداراز له ترورېزم او افراطیت څخه خلاصوئ."


د سعودي عربستان پاچا هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او د سولې او سوکالۍ یو نوی باب پرانیستل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса