Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

پولیسو په ننګرهار کې د نشه يي موادو د تولید یوه کارخانه ویجاړه کړه

0
له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په ننګرهار ولایت کې د نشه يي موادو د تولید یوه کارخانه ویجاړه کړه.


د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات د اچین ولسوالۍ په (نرګوس)کلي کې شوي چې په نتيجه کې یې د نشه يي موادو د تولید یوه کارخانه ویجاړه شوې ده.


د ښاغلي یادګاري په وینا، له دې کارخانې څخه ۴۵ کیلو ګرامه هیروئین او ۵۰ کیلو ګرامه تاریاک تر لاسه شوي دي.


بل لور ته، له نشه يي موادو سره د مبارزی پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په ۱۸ ولایتونو عملیات کړي او په نتيجه کې یې ۱۲۱ تنه قاچاق کوونکي نیولي دي.


ښاغلي یادګاري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:


"له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو ۹۴ عملیات وکړل چې په نتیجه کې يې ۷۶۶ کیلو ګرامه نشه یی مواد ونیول شول، د قضیو په تور ۱۲۱ تنه نیول شوي چې په دوی کې درې تنه پولیس او درې مېرمنې هم شامل دي."



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса