Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

په غزني کې د داعش د جلب او جذب مسؤل ملا ادریس نیول شوی

0
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د داعش ډلې د جلب اوجذب مسؤل نیولی دی.


د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ څخه ازادي راډيو ته په را استولې خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوی کس ملا ادریس نومېږي چې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ څخه غزني ولایت ته د داعش لیکو ته د ځوانانو د جلب او جذب په هدف راغلی و چې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو.


خبرپاڼه زیاتوي چې نیول شوي کس خپله اقرار کړی چې د افغانسان په زیات شمېر ولایتونو کې ځوانان د داعش ډلې ته جلب کړي.


دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندۍ راپورنه ورکول شوي وه چې د دغه ولایت په یوشمېر ولسواليو کې د اعش ډلې خپلې تبلیغاتي پاڼې خپرې کړې وې.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса