Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

روحاني، پر ایران د بندیزونو په مسئله کې امریکا لاپسې منزوي شوې

0
د ایران ولسمشر وايي، پر هېواد يې د بندیزونو په مسئله کې امریکا لاپسې منزوي شوې ده.


حسن روحاني نن شنبه یوې حکومتي غونډې ته چې په مستقیم ډول په ټلویزیون خپرېده، وویل چې ایران د مقاومت او استقامت لاره غوره کړې ده.


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په تېره مې میاشت کې له ایران سره د نړیوالو قدرتونو له موافقې څخه د وتلو اعلان وکړ او پر تهران يې بیا هغه بندیزونه ولګول چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې له مخې لېرې شوي وو.


دغو بندیزونو د ایران اقتصاد ته سخته ضربه ورکړې ده او له امله يې زیاتو نړیوالو شرکتونو او بنسټونو په ایران کې خپل فعالیت بند کړی دی.


د ایران جمهور رئیس وویل، د امریکا له بندیزونو سره سره ایران له نړیوالې ټولنې سره د اقتصادي اړیکو جوړولو ته دوام ورکړی دی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса