Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

جوزجان کې د طالبانو او داعشیان ترمنځ جګړه ۵مې ورځې ته وغځېده

0
په جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعش جنګياليو ترمنځ جګړه پنځمې ورځې ته وغځېده.


دغه جګړه پنځه ورځې مخکې د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ په «سردره» سیمه کې پیل شوې ده.


د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري ازادي راډیو ته وویل، جګړه اوس هم په شدت سره روانه ده چې دواړو لوريو ته په کې درانه زیانونه اوښتي دي.


ښاغلي غفوري وویل، د دغو دوو دښمنو ډلو ترمنځ په جګړه کې د نارینه جنګیالیو ترڅنګ طالبانو د د داعش د ډلې درې ازبکستانۍ ښځې هم وژلې دي.


د والي وياند وايي، دغې جګړې د ځایي اوسېدونکو پر ورځنیو کارونو ناوړه اثر کړی دی.


 


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса