Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

دفاع وزارت: زياتو ملکيانو ته د مخالفینو په حملو کې مرګ ژوبله اوړي

0
د افغانستان دفاع وزارت وايي، زياتو ملکيانو ته د دولت د وسله والو مخالفینو په حملو کې مرګ ژوبله اوړي.


دغه وزارت دا خبره د يوناما د هغه راپور په تړاو وکړه چې په کې ويل شوي: د افغانستان په جګړو کې د ملکيانو مرګ-ژوبله د پخوا په نسبت زیاته شوې ده.


د دفاع وزارت د وياند د دفتر سرپرست بريد جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، وسله وال مخالفین ډېر وخت د جنګ پر مهال د ملکيانو له کورونو ګټه اخلي چې د ملکي کسانو د تلفاتو سبب کېږي.


ده وویل، اکثره ملکیان د وسله والو مخالفینو په بریدونو، بمي چاودنو، انتحاري حملو او نورو پېښو کې وژل کېږي.


یوناما په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان په جګړو کې ۱۶۹۲ کسان وژل شوي چې له ٢٠٠٩میلادي کال راهيسې لوړ شمېر ښيې.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса