Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

مسلمیار: هېواد ته د دوستم راستنېدل، د هېواد او حکومت په ګټه دي

0
د مشرانو جرګې رئیس له حکومته هېواد ته د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د راستنېدو د زمينې برابرولو غوښتنه وکړه.


فضل الهادي مسلمیار نن د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، د هېواد روان وضعیت ته په کتو سره هېواد ته د دوستم راستنېدل، د هېواد او حکومت په ګټه دي.


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن يوه کنفرانس ته وويل، د عبدالرشید دوستم موضوع حقوقي اړخ لري او هیله ده چې عدلي او قضايي ارګانونه په دې اړه معقوله پریکړه وکړي.


بل خوا د عبدالرشید دوستم د دفتر مشر عنایت الله بابر فرهمند ازادي راډیو ته ویلي، د ولسمشر د دوهم مرستيال سرور دانش او عبدالرشید دوستم ترمنځ په انقره کې تر اوسه څلور وارې خبرې شوي چې ډېرو اختلافاتو ته د حل لارې موندل شوي دي.


 


 




 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса