Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

هرات کې فعالانو او ځایي اوسیدونکو د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه وکړه

0
په هرات ولایت کې په لسګونو مدني فعالانو، ګڼو کورنیو او ځایي اوسیدونکو نن د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ غونډه وکړه.


دوی ویل، امنیتي ځواکونه په خپلو فعالیتونو او سرښندنو سره حق لري چې درناوی او ملاتړ یې وشي.


مدني فعال او د غونډې تنظیموونکي حمید شېرزاد ازادي راډیو ته وویل، هدف یې دا دی چې د هرات اوسېدونکي، له بهره پر افغانانو د تپل شوي جنګ پرضد، د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودریږي.


ښاغلي شیرزاد پر کورنیو هم غږ وکړ چې د خپلو کورنیو غړي وهڅوي چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ور ودانګي.


 


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса