Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

نړيوالو ځواکونو په کندهار کې ۱۲ وسله وال مخالفین وژلي

0
د نړيوالو ځواکونو په یوه هوائي بريد کې پرون د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.


دا خبره د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني نن دوشنبه سهار ازادي راډيو ته وکړه.


نوموړي وویل:


"د معروف ولسوالۍ په کلاله سیمه کې وسله والو تګ راتګ کاوه او یو رنجر موټر کې سپاره وو، د هوايي برید لاندې راغلي، په هوايي برید کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او یو د دوی سیمه ییز قوماندان په مرګوني حالت ټپي شوی چې پښې او لاسونه یې پرې شوي دي."


دراني وویل چې په بريد کې بل چاته زيان نه دی رسېدلی.


د دولت وسله والو مخالفینو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса